د امریکا د دفاع وزیر پېټ هيګسيټ ویلي، واشنګټن د ایران پر وړاندي د روانو پوځي عملیاتو له پاره تر دې مهاله شاوخوا ۳۷.۵ میلیارده ډالره لګولي دي، چي د مې میاشتي د وروستي مالي اټکل په پرتله نژدې ۸ میلیارده ډالره زیاتوالی ښيي.
نوموړي د امریکا د سنا د بودجې کمېټې ته ویلي، د دفاع وزارت د عملیاتو د دوام له پاره اضافي مالي سرچینو ته اړتیا لري او له کانګرسه ئې د ۸۷ میلیارده ډالرو د نوي بوديجې د تصویب غوښتنه کړې ده.
د هيګسيټ په وینا، له غوښتل سوي بوديجې څخه به ۶۷ میلیارده ډالره په منځني ختیځ کي د امریکا د روانو پوځي عملیاتو او د ایران پر وړاندي د ماموریتونو د تمویل له پاره ځانګړي سي.