د امریکا د فدرالي پولیسو مشر کاش پټېل ویلي چي په واشنګټن کي پر دوو ملي ګارډ سرتېرو برید کوونکی افغان په افغانستان کي له خپلو پخوانیو همکارانو سره اړیکي درلودې. نوموړي دا نه ده روښانه کړې چي دا اړیکي څه ډول او د څه هدف له پاره وې؛ خو زیاته کړې ئې ده چي د دې موضوع جدي پلټنه روانه ده.
پټېل همداراز د جوبایډن ادارې باندې نیوکه کړې، چي یاد بریدګر ئې د لازم امنیتي ارزوني پرته امریکا ته راوستلی دئ. هغه ټینګار کړی چي د کډوالو د داخلېدو پروسه باید لا جدي او دقیقه سي، څو دا ډول پېښي بيا تکرار نه سي.