د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په سهار د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق دار هغه پوسټ يو ځل

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په سهار د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق دار هغه پوسټ يو ځل بیا خپور کړی، چي په کښي ویل سوي، چي ایران د هرمز له تنګي څخه د پاکستان شلو کښتیو ته د تېرېدو اجازه ورکړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق دار په ياد پوسټ کي ليکلي، چي د ایران حکومت موافقه کړې، چي د پاکستان بیرغ لرونکي نوري ۲۰ کښتۍ د هرمز له تنګي څخه تېري سي. د هغه په خبره، چي هره ورځ به دوې کښتۍ له دې لاري تېرېږي.
د دار په خبره دا د ایران له خوا یو مثبت او د ستایني وړ ګام دئ او په خبره ئې چي دا د سولي نښه ده او د سیمې په ثبات کي به مرسته کوي.

پر ايران د امريکا او اسرائیلو تر ګډ بريد وروسته د ايران حکومت پر امريکا او هغې د متحدينو پر مخ د هرمز تنګی وتړی؛ خو د پاکستان کښتيو ته ئې د ياد تنګي څخه د تېرېدو اجازه ورکړې.
بايد وويل سي، چي پاکستان نن یکشنبه د دوو ورځو له پاره د څلور اړخیزي غونډي کوربه دئ، چي هدف ئې په منځني ختیځ کي د جګړې د حل له پاره د ډیپلوماټیکو هڅو ارزونه ده.