د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د معلوماتو له مخي، د امریکا او سعودي عربستان ځواکونو د سېشنبې په ورځ په ختیځ عراق کي د ایران پلوه وسلهوالو پر وسلو او لوژستیکي مرکزونو ګډ هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
سینټکام ویلي، یادي ډلي د ایران د سپاه پاسدارانو په لارښوونه پر امریکايي ځواکونو او د سعودي عربستان د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه کول.
د دې ادارې په وینا، وروستي بریدونه د هغو څه باندي ۳۰ بېپیلوټه الوتکو بریدونو په غبرګون کي سوي چي په تېرو ۷۲ ساعتونو کي ترسره سوي وو.
سینټکام همداراز خبرداری ورکړی، چي سپاه پاسداران او ورسره تړلي ډلي باید خپل بریدونه ودروي، که ئې و نه دروي د نورو پوځي غبرګونو سره به مخ سي.