د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جینپینګ د لیدني د دوهمي ورځي له پیل سره هممهاله، چین اعلان کړی چي د ایران د جګړې د پای ته رسېدو او په منځني ختیځ کي د سولي د ټینګښت له پاره پرلهپسې هڅي کوي.
د چین حکومت نن جمعه، د غویي ۲۵مه، په خپره کړې اعلامیه کي ویلي، هیله لري چي د سولي له خبرو اترو څخه په لا زیات ملاتړ سره د دوامداري سولي په رامنځ ته کولو کي رغنده رول ولوبوي.
په اعلامیه کي راغلي، د چین د دغو هڅو بنسټ د شي جینپینګ څلور مادهییزه طرحه ده، چي د سیمي د کړکېچ د حل له پاره د اساسي اصل په توګه مطرح سوې ده.
چین ټینګار کړی، چي د خبرو اترو او سیاسي تفاهم له لاري د شخړو حل، د منځني ختیځ د ثبات او امنیت له پاره تر ټولو غوره لار ده.