د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چي د ایران د سویلي بندرونو د سمندري محاصرې په دوهم پړاو

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چي د ایران د سویلي بندرونو د سمندري محاصرې په دوهم پړاو کي، په تېرو دوو میاشتو کي ۱۰۳ سوداګریزو کښتیو خپل تګلوری بدلولو ته مجبوري سوي.
سنتکام د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کي لیکلي چي دا سمندري عملیات په سیمه کي د وضع سوو مقرراتو د پلي کولو او د ایران پر وړاندي د بندیزونو د ډاډ ترلاسه کولو په موخه لا هم په پوره ځواک سره دوام لري.
امریکا متحده ایالاتو پر ایران باندي د اقتصادي فشارونو د راوړلو په خاطر، لومړی پړاو محاصره د وري له ۲۴مي د غبرګولي تر ۲۸مي پوري شاوخوا دوې میاشتي کړې وه؛ خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، امریکا یو ځل بیا د ایران پر سویلي بندرونو سمندري محاصره پيل کړې چي لا هم روانه ده.