د امریکا د کانګرس غړي ټيم برچټ ویلي، لا هم هره اوونۍ افغانستان ته میلیونونه ډالر استول کېږي او د ده په وینا دغه پیسې د ط..البانو تر واک لاندي ادارو ته رسېږي.
هغه د امریکا سنا تورنه کړې چي د مرستو د بندېدو اړوند قانون ئې ځنډولی دئ.
نوموړي ټینګار کړی چي امریکايي مالیات باید هغو ډلو ته ونه لېږدول سي، چي د واشنګټن له لوري تر نیوکو لاندي وي او د واشنګټن او متحدینو مخالفه وي.
تر دې وړاندي هم یو شمېر افغان او امریکايي سیاستوالو دغو نغدي مرستو ته غبرګون ښودلی او ویلي ئې دي، چي دا چاره د ط..البانو د نفوذ د زیاتېدو سبب سوی دئ.