د امریکا دفاع وزارت منځني ختیځ ته د زرګونو سمندري ځواکونو د احتمالي لېږلو له پاره چمتووالی نیسي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخي، امریکايي چارواکي وایي، امکان سته چي د نومبر په میاشت کي سیمي ته درې د الوتکو وړونکي بېړۍ او ورسره مل د نورو پوځي بېړیو د استولو پلان به عملي سي.
د چارواکو په وینا، دغه درې الوتکي وړونکي بېړۍ به شاوخوا ۲۰ زره سرتېري او تر ۱۵۰ پوري جنګي الوتکي ولري.
هغوی ټینګار کړی چي دا مهال یوازي پلان جوړونه روانه ده او د پلي کېدو وروستۍ پرېکړه لا نه ده سوې.
امریکايي چارواکي وایي، دا چمتووالی په داسي حال کي نیول کېږي چي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د ایران پر وړاندي د پوځي بریدونو د بیا پیلولو احتمال ارزوي.
د امریکا په وینا، اوس مهال شاوخوا ۵۰ زره امریکايي سرتېري په منځني ختیځ کي مېشت دي.