د امریکا سنا په یوه تازه اقدام کي هغه طرحه تصویب کړې چي د ایران پر وړاندي د احتمالي پوځي اقدام د محدودولو هدف لري او له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غواړي چي د هر ډول نظامي عملیاتو د دوام له پاره د سنا رسمي اجازه ترلاسه کړي.
دا طرحه د سنا په رایهاچونه کي د ۵۰ موافقو او ۴۸ مخالفو رايو په ترلاسه کولو سره تصويب سوې.
د راپورونو له مخي، که څه هم دغه پرېکړه د سنا له دواړو جرګو څخه تېرېږي، خو عملي او حقوقي الزام نه لري او تر ډېره سیاسي پیغام بلل کېږي.
د دې اقدام له مخي، د امریکا د اجرائیه واکونو د محدودولو او د ایران په اړه د احتمالي شخړي د کنټرول هڅه سوې ده، څو هر ډول پوځي اقدام د کانګرس له تائید پرته ونه سي.
په ورته وخت کي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د سنا وروستۍ رایهاچوني د ایران پر وړاندي د هغه د سیاست پلي کول له ستونزو سره مخ کړی دئ.