د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډنمارک په اړه ویلي چي دغه هيواد د روسیې له ګواښونو څخه د ګرینلنډ د ساتني

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډنمارک په اړه ویلي چي دغه هيواد د روسیې له ګواښونو څخه د ګرینلنډ د ساتني له پاره هېڅ اقدام نه دئ کړی.
ټرمپ په یوه پیغام کي چي په ټولنیزو رسنیو کي نشر سوی ويلي، چي ډنمارک د ګرینلنډ د ساتني له پاره د روسیې له ګواښونو سره په مقابله کي هېڅ کار نه دئ کړی؛ او اوس ئې وخت دئ، چي د دغه هيواد ساتنه امريکا وکړي.
د ټرمپ په خبره چي ناټو په تېرو شلو کلونو کي څو ځله ډنمارک ته خبرداری ورکړی وو، چي د روسیې له ګواښونو څخه د ګرینلنډ د ساتني له پاره اقدام وکړي، خو ډنمارک په کښي هېڅ کار نه دئ کړی او ددغه هيواد په ساتنه کي پاته راغلی دئ.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکي هم ویلي و، چي امريکا د ملي امنیت دلایلو له امله ګرینلنډ ته اړتیا لري .
ډنمارک په وروستیو میاشتو کي د خپلو متحدینو سره د دفاعي همکاریو د زیاتولو غوښتنه کړې وه. په دې لړ کي، اروپایي هيوادونو اعلان وکړ چي کوچني نظامي واحدونه او افسران به ګرینلنډ ته واستوي.
ټرمپ د دغو تحولاتو په غبرګون کي، د ګرینلنډ پر سر شخړو کي د نړۍوالي سولي د ګواښ ادعا کړې او اعلان ئې کړی چي د امریکا له خوا د ګرینلنډ د خپلولو د مخالفت له امله به پر ډنمارک، ناروې، سوېډن، فرانسې، جرمني، انګلستان، هالنډ او فنلنډ ګمرکي تعرفې ولګول سي.