د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) وايي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) وايي، امریکايي ځواکونو د ایران پر وړاندي د سمندري محاصرې د پلي کولو په موخه ۸۲ سوداګریزې بېړۍ له خپلو اصلي مسیرونو اړولي دي.
سنتکام پر خپله اېکس پاڼه د یواس‌اس جان پال جونز جنګي بېړۍ انځور خپور کړی او ویلي ئې دي، چي امریکايي ځواکونه لا هم د سیمي په اوبو کي د ایران پر وړاندي سمندري محاصره پلي کوي.
د دې قوماندانۍ په وینا، د جمعې تر ورځي، د وږي تر شپږمي، امریکايي ځواکونو درې بېړۍ له فعالیت څخه غورځولي او دوې نوري ئې د محاصرې د محدودیتونو د رعایت د معلومولو له پاره تلاشي کړي دي.

سنتکام ویلي، دغه اقدامات د ایران پر وړاندي د امریکا د سمندري محاصرې د پلي کولو په لړ کي ترسره سوي دي.