د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، چي تېره شپه ئې په ایران کي د پراخو پوځي بریدونو تازه پړاو بشپړ کړی

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، چي تېره شپه ئې په ایران کي د پراخو پوځي بریدونو تازه پړاو بشپړ کړی دئ.
د سنتکام په وینا، په دغو عملیاتو کي جنګي الوتکو، بې‌پیلوټه الوتکو او جنګي بېړیو د دقیقو هدفي وسلو په وسیله د ايران لسګونه پوځي هدفونه، د ساحلي څار مرکزونه، هوايي دفاعي سیسټمونه، لوژستیکي تاسیسات او سمندري پوځي وړتیاوي په نښه کړي دي.
سنتکام ویلي، دا په ایران کي د امریکا شپږمه پرله‌پسې شپه ده چي بریدونه ترسره کوي.

د یادې قوماندانۍ په خبره، دغه عملیات د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د ایران د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو او پر سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو د جواب ورکولو له پاره روان دي.
سنتکام زیاته کړې چي له ۵۰ زرو ډېر امریکايي سرتېري په منځني ختیځ کي د چمتووالي په حالت کي ځای پر ځای دي.