د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، چي تېره شپه ئې د ایران پر بېلابېلو پوځي هدفونو د بریدونو نوې لړۍ بشپړه کړې ده.
سنتکام په خبرپاڼه کي ویلي، په دغو بریدونو کي د ایران سمندري وړتیاوي، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د زېرمو مرکزونه، د ساحلي څارني تاسیسات او د هوايي دفاع سیستمونه په نښه سوي دي.
د یادي ادارې په وینا، دا بریدونه د ایران هغه وړتیا نوره هم کمزورې کوي چي د ملکي بېړیو او سوداګریزو کښتیو پر ضد بریدونه ترسره کوي.
د سنتکام د معلوماتو له مخي، امریکايي ځواکونو د رواني میاشتي په ترڅ کي د ایران دننه لسګونه پوځي ځایونه هم په نښه کړي او له ایران سره ئې سمندري محاصره بېرته پیل کړې ده.
یادي قوماندانۍ زیاته کړې چي تر اوسه ئې ۹ سوداګریزي کښتۍ د خپل مسیر له بدلون سره مخ کړي او یوه بله ئې له فعالیته ایستلې، څو د ایران بندرونو ته د بېړیو د تګ او راتګ مخه ونیول سي.
سنتکام همداراز ویلي چې دا مهال په ټول منځني ختیځ کي له ۵۰ زرو ډېر امریکايي سرتېري موجود دي او د چمتوالي په حالت کي دي.