د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام وایي، امریکایي ځواکونو په عمان سمندر کي د پاناما بیرغ لرونکې یوه سوداګریزه بېړۍ وروسته له هغه ويشتلې چي د محاصرې د ماتولو په هڅه کي وه.
د سنټکام په وینا، د امریکا یوې جنګي الوتکي د دغي بېړۍ د شا برخه په نښه کړې او د حرکت سیستم ئې له کاره ور غورځولی دئ. سرچینه زیاتوي، چي په دې پېښه کي د بېړۍ عملې ته زیان نه دئ رسېدلی.