د امریکا مرکزي قوماندانۍ(سنتکام) ويلي، چي امریکايي ځواکونو په هرمز تنګي کي د سپاه پر هغو ځواکونو محدود او دقیق برید کړی

د امریکا مرکزي قوماندانۍ(سنتکام) ويلي، چي امریکايي ځواکونو په هرمز تنګي کي د سپاه پر هغو ځواکونو محدود او دقیق برید کړی، چي د سمندري ماینونو د اېښودلو له پاره ئې چمتووالی نیولی وو.
د سنتکام په وینا، ایران په هرمز تنګي کي د بېړیو له پاره نژدې ګواښ رامنځته کړی و او امریکايي ځواکونو د ملکي سمندري مسافرو، سوداګریزو بېړیو او د نړۍوالي سوداګرۍ د ازاد جریان د ساتني له پاره دغه ګواښ له منځه وړی دئ.
بلخوا د ايران سپاه پاسدارانو د امريکا دغه بريد تېری بللی دئ.