د امریکا مشهوري ورځپاڼي وال سټريټ ژورنال په خپلي تازه مقالې کي لیکلي چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د ایران جګړه

د امریکا مشهوري ورځپاڼي وال سټريټ ژورنال په خپلي تازه مقالې کي لیکلي چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د ایران جګړه د یوې قوي هوکړي له لاري پای ته ورسوي، خو تهران تر اوسه داسي وړاندیزونه وړاندي کړي، چي واشنګټن ئې نه مني.
د مقالې له مخي، امریکا ادعا کوي، چي د ایران پوځي او اټومي وړتیاوو ته ئې زیان رسولی، خو ایران لا هم نه دئ چمتو سوی، چي خپل د یورانیمو د غني کولو پټ مرکزونه وتړي او یا خپل غني سوي زېرمي وسپاري.
همدارنګه ایران د هرمز تنګي له لاري د نړۍوالي سوداګرۍ پر تګ راتګ هم محدودیتونه لګولي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، سپینه ماڼۍ نه غواړي د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په څېر یو کمزوری تړون بیا تکرار سي، ځکه د واشنګټن په باور داسي هوکړه به یوازي لنډمهالی ارام رامنځ ته کړي، خو د ایران اټومي پروګرام به دوام ومومي.
په مقاله کي ويل سوي، که ایران د امریکا غوښتني ونه مني، واشنګټن ښايي نور پوځي، اقتصادي او سمندري فشارونه هم زیات کړي.
په دغو احتمالي اقداماتو کي د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه، د هرمز تنګي کلکه څارنه، او د ایران د نفتو پر تاسیساتو فشارونه شامل بلل سوي دي.