د امریکا ولسمشر د خپلو وګړو د خوندیتوب له پاره نوی اجرائیه فرمان صادر کړی

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نوی اجرائیه فرمان صادر کړی، چي هدف ئې د هغو امریکایي وګړو ساتنه ده چي په بهرنیو هیوادونو کي نيول کېږي او يا هم د نيول کېدو د خطر سره مخ دي.
په دغه فرمان کي راغلي، هغه هیوادونه چي د امریکایي وګړو د نيولو ملاتړ کوي، باید پوه سي چي‌که یو امریکایي وګړی د فشار یا معاملې وسیله وګرځول سي، نو له سختو عواقبو سره به هغه هيواد مخ سي.
د امريکا ولسمشر دغه اقدام د امريکايي وګړو د خونديتوب په موخه کړی.
د‌امريکا د ولسمشر دغه فرمان د افغانستان له پاره د امريکا سفارت پر خپلو ټولنيزو رسنيو هم نشر کړی چي په ښکاره ډول ط..البانو ته دا پيغام ورکوي، چي د امريکا اتباع دي د‌‌ سياسي موضوع په ډول نه کاروي.