د امریکا ولسمشر د کانګرس څخه غوښتي

د امریکا ولسمشر د کانګرس څخه غوښتي، چي د امریکا د پوځ د پیاوړتیا له پاره د ۳۵۰ میلیارد ډالرو بودیجې طرحه بې له ځنډه تصویب کړي.
ټرمپ په ټروت سوشیل کي لیکلي، چي اوس د دې وخت رارسېدلی، چي یاده طرحه پرته له سیاسي ناندریو او ځنډ څخه تصویب سي.
هغه دغه بودیجه د امریکا د وسله‌والو ځواکونو له پاره د نسلونو په کچه مهمه پانګونه بللې ده.

د نوموړي په وینا، دا بودیجه به د دفاعي سیسټم د پراختیا، د سمندري ځواک د پیاوړتیا، د نوي نسل جنګي الوتکو د جوړولو، د مهماتو د زېرمو د زیاتولو او د فضایي او بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیاوو د پراخولو له پاره ولګول سي.
ټرمپ همدارنګه ادعا کړې، چي د دې طرحي تصویب به په راتلونکي کي د امریکا د پوځ د بودیجې د ۱.۵ ټریلیون ډالرو کچي ته د رسېدو لاره هواره کړي.