د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یکشنبې په سهار په یوه تازه پیغام کي د ايران د اسلامي جمهوریت لوړپوړو چارواکو ته خبرداری

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یکشنبې په سهار په یوه تازه پیغام کي د ايران د اسلامي جمهوریت لوړپوړو چارواکو ته خبرداری ورکړی، چي د هر ډول برید له هڅي ډډه وکړي.
ټرمپ په خپل ټولنیزي شبکې ټروت سوشال کي لیکلي، چي ایران اعلان کړی، نن غواړي تر پخوانیو هم سخت بريدونه وکړي؛ خو نوموړي ټینګار کړی چي دا کار به د ایران په ګټه نه وي.
د هغه په وینا، که ایران دا اقدام وکړي، امریکا به ورته داسي سخت او وژونکی جواب ورکړي، چي تر اوسه ئې ساری نه دئ لیدل سوی.