د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چي ایران په ټول توان هڅه کوي د ده د له منځه وړلو له پاره اقدام وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چي ایران په ټول توان هڅه کوي د ده د له منځه وړلو له پاره اقدام وکړي.
ټرمپ ویلي، د تهران چارواکي فکر کوي چي که په امریکا کي ډیموکراتان واک ته ورسېږي، د دې امکان سته چي ایران ته د اټومي وسلو د جوړولو زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړې چي د ایران پر وړاندي د امریکا د پوځي عملیاتو اساسي هدف د ياد هیواد د اټومي وړتیاوو کمزوري کول دي.