د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر ایران د احتمالي پوځي بریدونو د بیا پیلولو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر ایران د احتمالي پوځي بریدونو د بیا پیلولو په اړه ټليفوني خبري کړي دي.
وال‌سټریټ ژورنال د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چي امریکا پر ایران د پوځي بریدونو د بیا پیلولو پلانونه ارزوي.
په ورته وخت کي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، ټرمپ له ایران سره د کړکېچ د ډیپلوماټیک حل پلوی دئ، خو امریکا د خپلو موخو له پاره پوځي اقدام هم کولای سي.

بلخوا، د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړی، چي پر دغه هیواد هر ډول برید به له پراخ او سخت غبرګون سره مخ سي.