د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له «اکسیوس» رسنۍ سره په خبرو کي ویلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له «اکسیوس» رسنۍ سره په خبرو کي ویلي، چي په ایران کي د بمبار له پاره نور مهم هدفونه نه دي پاته.
هغه ټینګار کړی چي د ایران جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي.
ټرمپ زیاته کړې چي د جګړې د پای ته رسېدو پرېکړه به د هغه له خوا کېږي او کله چي دی مناسب وخت وټاکي، جګړه به ختمه سي.

هغه د جګړې د چټک پای ته رسېدو هیله ښودلې.