د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، سعودي عربستان او د خلیج څلور نور هیوادونه غواړي چي له ایران سره اوسنی کړکېچ د یو څه مودې له پاره دوام وکړي.
ټرمپ په يوه مرکه کي ویلي، دی کولای سي په لنډ وخت کي دغه وضعیت پای ته ورسوي، خو د سیمي د هیوادونو په غوښتنه ئې پرېکړه کړې، چي دا بهیر د جګړې د پراخېدو پرته لږ نور هم وغځوي.
د نوموړي په وینا، سعودي عربستان، قطر، کویټ، متحده عربي امارات او بحرین د اوسني وضعیت د دوام غوښتنه کړې ده.
ټرمپ ادعا کړې، چي پر ایران سخت اقتصادي فشارونه زیات سوي، انفلاسیون ئې ۳۰۰ سلني ته رسېدلی او حکومت ئې د پوځیانو، پولیسو او امنیتي ځواکونو د معاشونو په ورکړه کي له ستونزو سره مخ دئ.
هغه دغه راز ادعا کړې، چي د ایران سمندري او هوايي ځواکونه او دفاعي سیستمونه له منځه تللي او د دغه هیواد ډېری مشران هم وژل سوي دي.