د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران حکومت د اقتصادي ستونزو او لوړ انفلاسیون له امله د ړنګېدو له حالت سره مخ دئ.
ټرمپ ويلي، چي د ایران حکومت ان د خپلو ځواکونو د معاشونو د ورکړي توان نه لري او وضعیت ئې ډېر ګډوډ دئ.
نوموړي همداراز ويلي د ایران یو شمېر رادارونه له منځه تللي او له همدې امله د دغه هیواد په هوايي چلند کي ستونزي رامنځته سوي دي.
ټرمپ زیاته کړه چي تهران له امریکا سره د هوکړي غوښتونکی دئ.
هغه ويلي، امریکا به بالاخره بریالۍ سي، که دا بریا د هوکړي له لاري وي او که په بله لاره.
د هرمز تنګي په اړه ټرمپ ادعا کړې، چي امریکا د دغه تنګي کنټرول لري او ځیني بېړۍ د شپې له خوا ځکه تګ راتګ کوي چي د ده په وینا، د ایران رادارونه او د شپې د لید وړتیا له لاسه ورکړې ده.