د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره روانه پوځي شخړه د امریکا له پاره لویه موضوع نه ده.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کي خبريالانو ته ويلي، چي پر ایران د امریکا بریدونه اوس کله ناکله ترسره کېږي او ډېری خلک ئې جګړه نه بولي.
هغه د خپل مرستیال جيډي ونس د هغه څرګندونو څخه هم ملاتړ وکړ چي ویلي ئې وو، پر ايران د تېرو څو میاشتو بریدونه د جګړې په معنا نه دي.
ټرمپ ويلي د ايران سره روانه شخړه د امريکا له پاره ډېره کوچنی موضوع ده او د ده له پاره ارزښت نه لري.