د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي که ایران د هرمز تنګي د عملیاتو په چوکاټ کي پر امریکايي بېړیو برید وکړي، سخت غبرګون به وښيي.
هغه له فاکس نیوز سره په خبرو کي ویلي چي امریکا به په داسي حالت کي له خپل پوځي ځواک کار واخلي.
د هغه په وينا که ايران د امريکا پر کښتيو بريد وکړ د مځکي د سر څخه به ئې ورک کړي.
ټرمپ همداراز زیاته کړې، چي ایران د سولي په خبرو کي تر پخوا زیات نرمښت ښيي.
هغه ټینګار کړی، چي امریکا په سیمه کي خپل پوځي حضور پیاوړی کړی او پرمختللي وسلې او تجهیزات لري.