د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د لبنان او اسرائیل مشرانو د لس ورځني اوربند پر پیل هوکړه کړې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د لبنان او اسرائیل مشرانو د لس ورځني اوربند پر پیل هوکړه کړې ده.
د هغه په خبره چي د دغه اوربند موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولي له پاره لاره هوارول دي.
نوموړي زیاته کړې، چي له لبناني ولسمشر جوزف عون او د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره ئې ګټوري خبري کړي دي.

همداراز، ټرمپ خپلو لوړپوړو چارواکو ته سپارښتنه کړې، چي د دواړو لورو سره دي د دوامداري سولي له پاره همغږي زیاته کړي.