د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره روانه جګړه به په نژدې راتلونکي کي پای ته ورسېږي؛ خو د دې له پاره ئې کومه مشخصه نېټه نه ده ښودلې.
ټرمپ ویلي، واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو له پاره له منځګړو سره په اړیکه کي دئ.
نوموړي په ورته وخت کي ټینګار کړی چي د ایران د اټومي پروګرام موضوع به د هر ډول هوکړي مهمه برخه وي.

د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د درولو له پاره د قطر په منځګړیتوب غیرمستقیمي خبري هم رواني دي، خو تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ پر مهمو مواردو وروستۍ هوکړه نه ده سوې.