د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران د مذهبي مشر علي خامنهيي د جنازې د مراسمو له امله د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو بهیر د یوې اوونۍ له پاره ځنډېدلی دئ.
ټرمپ د آکسیوس رسنۍ سره په خبرو کي ویلي، دا مهال د ایران ټول مهم چارواکي د جنازې په مراسمو بوخت دي، ځکه نو د خبرو دوام په لنډمهاله توګه درېدلی دئ.
د هغه په وینا، امریکا کولای سي هر وخت پوځي اقدام وکړي، خو اوس دا کار نه کوي، ځکه په هغه صورت کي به د خبرو له پاره مقابل لوری پاته نه سي.
هغه همداراز د علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کي د خلکو د پراخ ګډون او ژړا په اړه حیرانتیا څرګنده کړه او په خبره ئې هغه ګومان کوئ، چي خلګ د خامنهيي څخه ناخوښ دي.
ټرمپ زیاته کړې، امکان لري د خلګو ځیني ژړاوي مصنوعي یا نمایشي وي.