د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د سنا وروستۍ رایه‌اچوني د ایران پر وړاندي د هغه د سیاست پلي کول له ستونزو سره مخ کړی دئ.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپلي ټولنیزي شبکې «ټروت سوشیل» کي لیکلي، چي ایران تر سخت فشار لاندي و او د ده په وینا، د امریکا سنا په داسي حساس وخت کي د جګړې د واکونو اړوند رایه‌اچونه ترسره کړه، چي تهران ته ئې دا پیغام ورساوه، ګواکي واشنګټن د هغه له اقداماتو بشپړ ملاتړ نه کوي.
نوموړي پر هغو څلورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو هم نیوکه کړې، چي له ډیموکراتانو سره ئې یوځای د یاد پرېکړه‌لیک ملاتړ وکړ.

ټرمپ ویلي، دغه اقدام د امریکا د سیالانو په ګټه تمامېدای سي او د هغه د تګلارو عملي کول به لا ستونزمن کړي.
دا څرګندوني وروسته له هغه کېږي چي د امریکا سنا په ۵۰ موافقو او ۴۸ مخالفو رایو یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ، چي موخه ئې له ایران سره د احتمالي نوو پوځي شخړو د پیل له پاره د ولسمشر د واکونو محدودول بلل سوي وو. د امریکايي رسنیو په وینا، په دې رایه‌اچونه کي د ځینو جمهوري غوښتونکو مخالفت د ټرمپ او د هغه د ګوند د یو شمېر غړو ترمنځ د اختلاف څرګندونه کوي.