د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چي د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو یو پیاوړی او اغېزمن مشر دئ.
نوموړي په خپلو څرګندونو کي ويلي، چي په اسرائیلو کي بل داسي مشر نه ویني چي د نتنیاهو په شان کارونه ترسره کړي.
ټرمپ همداراز ادعا کړې، چي که نتنیاهو په واک کي نه وای، ښايي د اسرائیلو دولت به هم په اوسني ډول نه وای رامنځ ته سوی.
هغه ټینګار وکړ چي د نتنیاهو ملاتړ کوي او نوموړی د اسرائیلو له پاره مهم مشر بولي.
هغه ويلي چي د اسرائیلو اوسنی قوي دولت د نتنياهو له برکته دئ.