د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چي په ایران کي د خلګو وژني بندي سوي دي او اوس مهال هلته د اعدام له پاره هېڅ ډول پلان

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چي په ایران کي د خلګو وژني بندي سوي دي او اوس مهال هلته د اعدام له پاره هېڅ ډول پلان نسته.
ټرمپ دا څرګندوني د يوې خبري غونډي پر مهال خبریالانو ته وکړې، هغه ويلي چي دغه معلومات ئې د باوري سرچينو څخه تر لاسه کړي دي.
نوموړي وویل: «موږ ته ویل سوي چي په ایران کي وژني د درېدلو په حال کي دي او د اعدامونو له پاره هېڅ پلان نسته.»