د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره خبري اتري په ښه ډول پر مخ ځي او تمه لري چي د دواړو هیوادونو ترمنځ روان اختلافونه د خبرو له لاري حل سي.
نوموړي زیاته کړې، د نومبر میاشتي د منځمهالو ټاکنو تر ترسره کېدو مخکي به پر ایران برید ونه کړي.
بلخوا، د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس ویلي، که ایران غواړي له واشنګټن سره یوې هوکړي ته ورسېږي، باید د یورانیمو د غني کولو فعالیتونه محدود کړي.
خو د ایران دولتي رسنیو ویلي، تهران د یورانیمو د غني کولو د فعالیتونو د درولو نیت نه لري.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د هوکړي پر وړاندي د یورانیمو د غني کولو موضوع لا هم یوه مهمه ستونزه ده.