د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي د رواني ميلادي مياشتي پر ۱۳ مه نېټه به چين ته په درې ورځني سفر ولاړ سي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي د رواني ميلادي مياشتي پر ۱۳ مه نېټه به چين ته په درې ورځني سفر ولاړ سي.
هغه ويلي چي د چین د سفر پر مهال به د امریکا یو شمېر مشهور اقتصادي او ټکنالوژیک مشران هم ورسره مل وي.
ټرمپ په خپلي ټولنیزي شبکې تروت سوشیل کي د سي‌اېن‌بي‌سي هغه راپورونه رد کړی، چي ګواکي د اېنویډیا شرکت اجراییه رئیس جېنسن هوانګ دې سفر ته نه دئ بلل سوی.

هغه ویلي، اېلان ماسک، د اپل شرکت مشر ټیم کوک، د بلېک‌راک شرکت مشر لېري فېنک او ګڼ نور امریکايي سوداګریز مشران به چین ته له ده سره سفر وکړي.
ټرمپ زیاته کړې، چي د چین له ولسمشر شي جینپینګ څخه به وغواړي څو دغو امریکايي پانګه‌والو او ټکنالوژۍ مشرانو ته د فعالیت زمینه برابره کړي، څو د ده په وینا خپل جادو وښيي.
نوموړي ټینګار کړی، چي د امریکا د اقتصادي نوابغو او چین ترمنځ همکاري به د پرمختګ نوي کچي رامنځ ته کړي.