د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که اړتیا وي، کولای سي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که اړتیا وي، کولای سي، چي اسرائیل په څو دقیقو کي د ایران پر ضد پوځي عملیاتو کي ګډون ته وهڅوي، خو په وینا ئې امریکا د اوسني عملیاتو له پاره د بل هیڅ هیواد مرستي ته اړتیا نه لري.
ټرمپ زیاته کړې، چي د اسرائیلو احتمالي ګډون به ځیني پایلي ولري او ښايي ایران ئې په غبرګون کي پر اسرائیلو برید وکړي.
هغه همدارنګه ویلي، که د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي، له هغه سره به وګوري او ټینګار ئې کړی، چي د دواړو ترمنځ اړیکي ښې دي.