د امریکا په فلوریډا ایالت کي د آیسایاس سخت توپان له امله شپږ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او په څو ایالتونو کي د برېښنا

د امریکا په فلوریډا ایالت کي د آیسایاس سخت توپان له امله شپږ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او په څو ایالتونو کي د برېښنا رسوني بهیر ګډوډ سوی دئ.
د راپورونو له مخي، دغه توپان د فلوریډا، الاباما، جورجیا او میسیسیپي ایالتونو سلګونه زره اوسېدونکي له برېښنا بې‌برخي کړي دي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، توپان ودانیو او عامه تاسیساتو ته هم پراخ زیانونه اړولي دي.