د امریکا ښې اړخی سیاسي فعال چارلي کرک د امريکا متحده ايالاتو په یوټا ویلي پوهنتون کي د چهار شنبې په ورځ د زرګونو کسانو مخ ته يوې غونډي ته وينا کول، چي د وينا پر مهال ويشتل سوی او وژل سوی دئ.
کرک د محافظهکاره ځوانانو د تشويق په برخه کي خورا مهم رول درلود او د خپل ګوند له امله چي په اتلس کلنۍ کي ئې ايجاد کړی و، نړۍوال شهرت ئې پيدا کړی و.
چارلي کرک، چي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پاره د ځوانو رایهورکوونکو په منځ کي د ملاتړ د جوړولو له امله ډېر شهرت درلود.
د امريکا دولت د چالي کرک وژنه سياسي بللې او د هغه پر وژني ئې خواشيني ښودلې ده.