د ان بي سي نيوز د راپور له مخي، د هرموز تنګي په شاوخوا کي د کښتيو تګ راتګ زیات سوی او یوازي د شنبې په ورځ ۱۶ کښتۍ له دې مهمي لاري تېري سوي دي.
دا د هغو تر ټولو بوختو ورځو څخه بلل کېږي چي د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د اوربند له هوکړي وروسته لیدل سوې ده.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د دې هیواد دوو جنګي بېړیو یواساس فرانک ای پیترسون او یواساس مایکل مورفي د سمندري ماینونو د پاکولو له پاره لومړني عملیات ترسره کړي دي.
ویل کېږي دغه ماینونه مخکي د ایراني ځواکونو له لوري ځای پر ځای سوي وو.
همدارنګه، د سمندري څارني معلومات ښيي چي درې د خام تېلو ټانکرونه چي د چین، هانګ کانګ بیرغونه لري او د لیبریا ملکیت ګڼل کېږي، هم د تېرېدو اجازه ورکړل سوې ده.
بايد وويل سي، چي سره له دې پرمختګونو، د هرمز تنګي امنیت لا هم حساس بلل کېږي او نړۍوالي هڅي رواني دي څو دا مهم سمندري مسیر په بشپړ ډول خوندي سي.