د اوکراين د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي، د پاتریوت هوايي دفاعي سيستمونو د روسیې د بریدونو د مخنیوي له پاره په اوکراين کي د جګړې له پیل راهيسي، چي شاوخوا ۱۴۶۰ ورځي کېږي، نژدې ۶۰۰ د مخنیوي توغندي توغولي دي.
د ياد وزات په وينا چي د ايران پر وړاندي يوازي په درې ورځو کي شاوخوا ۸۰۰ پاتریوت د توغندويو د مخنيوي توغندي کارول سوي دي.
د يادوني وړ ده چي د پاتریوت سيستمونه د امريکا د پرمختللو هوايي دفاعي وسایلو له ډلي څخه شمېرل کېږي او د بالستیک او کروز توغندیو د شنډولو له پاره کارول کېږي.