د ايران او افغانستان ترمنځ په نيمروز ولايت کي د ابريشم پل لاره يو ځل بيا خلاصه سوه

د ط..البانو د نيمروز ولايت مقام څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د ايران او افغانستان تر منځ د ابريشم پل لاره يو ځل بيا د تجارت او خلګو پر مخ خلاصه سوې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه لار يوه هفته وړاندي د ايران د سرحدي پوليسو له خوا د نامعلومه دليل له امله تړل سوې وه، چي تېره ورځ يو ځل بيا پرانيستل سوه.
ط..البانو ويلي، چي د يکشنبې د ورځي څخه سوداګر او خلګ کولای سي، د نور وخت په ډول پر دغه لار باندي په عادي ډول باندي تګ راتګ وکړي.