د ايران حال‌وش خبري آژانس ويلي، چي د ايران پوليسو د افغان کډوالو پر يوه موټر ټکان کړي

د ايران حال‌وش خبري آژانس ويلي، چي د ايران پوليسو د افغان کډوالو پر يوه موټر ټکان کړي، چي له امله ئې موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
دغه آژانس زياتوي، چي په دغه پېښه کي دوه افغان کډوال وژل سوي او شل نور ټپيان دي، چي په ټپيانو کي د يوشمېر کسانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ بلل سوی دئ.
دا پېښه د سې‌شنبې په ورځ، د کب پر پنځمه، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې ده.

هېره دي نه وي، چي تر اوسه د ايران حکومت او په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغي پېښي په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.