هه نګاو د بشري حقونو سازمان څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د ايران حکومت د مشهد ښار په وکيل اباد زندان کښي دوه افغان وګړي د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.
د ياد سازمان په وينا چي پر دغو دوو افغان وګړو باندي درې کاله مخکي د اعدام حکم را وتلی وو.
دغه سازمان دغه راز زياتوي، چي د دغو دوو افغان وګړو سره ئې څلور تنه ايرانی وګړي هم د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي وه.
بايد وويل سي، چي څو ورځي وړاندي هم د قرج حصار زندان کښي د ايران حکومت دوه افغان وګړي اعدام کړي وه.