د ايران د بشري حقونو سازمان حالوش راپور ورکړی، چي د دغه هيواد په سيستان او بلوچستان ايالت کي د افغان کډوالو يو موټر د ټانکر سره ټکر سوی.
په راپور کي ويل سوي چي په دغه پېښه کي ۷ افغان کډوال وژل سوي او ۹ نور ټپيان سوي دي.
د ايران دولت د دغو افغان کډوالو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغو افغان کډوالو د وژني په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.