د ايران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چي د ايران دولت درې تنه افغانان اعدام کړي.
د ياد سازمان په وينا چي دغه درې تنه افغانان د ايران دولت د نشه يي توکو د قاچاق په تور د يزد او شېراز په زندانونو کي اعدام کړي دي.
دغه سازمان ويلي، چي ۲۷ کلن نورجلال مجاهد د بادغیس د قلعهنو، ۵۵ کلن میرویس خلیلزادي د جلالاباد او ۴۰ کلن ابراهیم احمدشاهي د خوست ولایت اوسېدونکي وو، چي د ايران دولت د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي.