د ايران د بشري حقونو سازمان ههنګاو ويلي، چي د ايران حکومت درې افغانان اعدام کړي دي.
د ياد سازمان په وينا چي دغه افغانان د ايران په بېلابېلو زندانونو کي د نشه يي توکو د قاچاق او قتل په تور اعدام سوي.
ياد سازمان د اعدام سوو افغانانو نومونه سيف الدين، نامق او کريم الله ياد کړي، چي د بغلان او هرات ولايتونو اوسېدونکي وو.
بايد وويل سي، چي په تهران کي د ط..البانو سفارت تر اوسه د دغو افغانانو د اعدام په اړه څه نه دي ويلي.