د ايران د سپاه پاسدارانو ځواکونو ويلي، چي د هرمز تنګي په جنوب کي ئې دوې د تېلو لېږدونکي بېړۍ ويشتلي او د وړاندي تګ مخه ئې نيولې ده.
د هغوی په خبره چي یادي بېړۍ د امریکا د پوځ په هڅونه او فشار د هرمز تنګي له لاري د تېرېدو هڅه کول، چي دوی ويشتلي او درولي دي.
په خبرپاڼه کي ویل سوي، د امریکا پوځي حضور په سیمه کي قانوني بنسټ نه لري او تر هغه وخته پوري چي د واشنګټن اقدامات دوام ولري، هرمز تنګی به د نفتو، ګاز او حتی کیمیاوي سرو د لېږد له پاره خوندي نه وي.