د ايران د ولسمشر لومړي مرستيال، محمدرضا عارف وايي

د ايران د ولسمشر لومړي مرستيال، محمدرضا عارف وايي، تر هغه وخته پوري چي د ايران د نفتو پر صادراتو اقتصادي او پوځي فشارونه پای ته ونه رسېږي، د انرژۍ نړۍوالي بيې نه سي ټينګېدای.
نوموړي ټينګار کړی چي د ايران د نفتو صادرات محدودول او په عيني وخت کي د نورو له پاره د امنيت تمه کول، يو ناممکن کار دئ.
هغه زياته کړې: «انتخاب ډېر روښانه دئ؛ يا دي د نفتو بازار د ټولو له پاره ازاد وي، يا دي ټول د درنو لګښتونو د خطر منلو ته چمتو سي.»