د ايران د کډوالو ادارې ناقانونه کډوالو ته ګواښ کړی، چي که ايران څخه ولاړ نه سئ؛ په زوره به شړل کېږئ

د ایران د کورنیو چارو وزارت سلاکار او د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي خبرداری ورکړی، چي هغه بهرني کډوال چي قانوني اسناد ونه لري، د نیول کېدو په صورت کښي به د ایران د تور لیست په نوملړ کښي شامل سي او بیا به دغه هيواد ته د ننوتلو اجازه ونه لري.
هغه ويلي: «هغه کسان چي په خپله خوښه ایران پرېږدي، په راتلونکي کښي کولای سي له قانوني اسانتیاوو ګټه واخلي، خو هغه چي نیول کېږي، بیا به ایران ته د ننوتلو اجازه ونه لري.»
یاراحمدي زیاته کړه، چي پخوانۍ سرشمېرنه پای ته رسېدلې او له دې وروسته په ایران کښي غیرقانوني اوسېدل د منلو وړ نه دي.
د ده په وینا، ټول بهرني اتباع باید پاسپورټ، ویزه او معتبره هویتي اسناد ولري.
هغه دا هم وویل، چې تر اوسه ۶۲ سلنه غیرقانوني کډوالو د بهرنیو اتباعو خدماتو دفترونو ته مراجعه کړې او د اوسېدو وضعیت ئې روښانه کړی دئ.
هغه ګواښ کړی، چي که دغه غيرقانوني کډوال د ايران څخه په خپله خوښه ايران پرېنږدي نيول کېږي او په زوره ايستل کېږي.