د ايران دولتي خبري آژانس ایرنا د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د ايران د سيستان او بلوچستان ايالت په سراوان ولسوالۍ کي د دوو موټرانو د ټکر په پېښه کي ۲۵ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه پېښه د دوشنبې په سهار د هغو دوو موټرانو د ټکر له امله رامنځ ته سوې، چي افغانان ئې انتقالول.
ځايي روغتيايي چارواکي وايي چي تر پېښي وروسته درې امبولانسونه سيمي ته تللي او د پيېښي قربانيان ئې د سراوان رازي او ایران مهر روغتونونو ته انتقال کړي دي.
روغتيايي چارواکو د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللی دئ.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي د ط..البانو د بيا واکمنۍ وروسته ډېری ځوانان د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله مجبوره کېږي، چي بهرنيو هيوادونو ته پر قاچاقي او سختو لارو باندي سفر وکړي.