د ايران رسنيو خبر ورکړی، چي د دغه هيواد د سيستان او بلوچستان ايالت په زابل ښار کي ئې ۱۷۰ هغه افغان کډوال نيولي چي په دغه هيواد کي د اوسېدو قانوني اسناد ئې نه درلودل.
پوليسو ويلي چي دغه افغان کډوال ئې د بهرنيو اتباعو کمپ ته انتقال کړي، چي تر ثبت او راجستر وروسته به خپل هيواد ته اخراج سي.
دا په داسي حال کي ده، چي ايران هره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال نيسي او د خپل هيواد څخه ئې باسي.